د غزني ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو نن دوشنبه په کابل کې خپلې سیمهییزې ستونزې، د سوداګرۍ او صنایعو او ټرانسپورت وزارتونو له چارواکو سره شریکې کړې.
دوی وویل په یادو برخو کې نیمګړتیاوې او د حکومت نهپاملرنه سبب شوې چې د غزني ولایت صنعت او سوداګري له لازمې ودې پاتې شي.
د افغانستان د سوداګرۍ د وزارت مرستیالې کاملې صدیقي او د ټرانسپورت وزیر محمد حمید طهماسي ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به د ۱۳۹۷ لمریز کال په پلانونو کې شامل او بودجه به ورته ومومي.