قزاقستان کې د سکرو د کانونو ګڼ شمېر کارکوونکو له بهر وتلو ډډه کړې

د قزاقستان په قراغندي سیمه کې د سکرو د کانونو ګڼ شمېر کارکوونکو له دباندې وتلو ډډه کړې او د حق‌الزحمې د زیاتولو غوښتنه کوي.

د قراغندي د سیمه‌یېزې ادارې چارواکو نن دوشنبه وویل چې په څلورو کانونو کې شااوخوا ۲۰۰ کان کېندونکي له دوو شپو راهيسې نه‌دي راوتلي.

د اعتراض کوونکو کان کېندونکو دقيق شمېر نه‌دی معلوم.

د دغې سیمې د والي دفتر ويلي چې د کان کېندونکو یو شمېر استازي او د هغوی اتحاديه له ځايي چارواکو او کانونو له څښتنانو سره په تماس کې دي.