پاريس نن د ځمکې د ژغورنې او اقليمي بدلون د یوې سرمشریزې کوربه دی

پاريس به نن سې شنبه د ځمکې د ژغورنې او اقليمي بدلون په اړه په يوه ورځنۍ سرمشريزه کې د ګڼ شمېر هېوادونو د مشرانو کوربه وي.

د یوې سيارې سرمشريزې په نوم دا غونډه د فرانسې، نړيوال بانک او ملګرو ملتونو په کوربه‌توب پر مخ ځي او د پاریس تړون د دوهمې کليزې پر مهال جوړېږي.

د سرمشريزې جوړوونکي وايي، د دې غونډې تمرکز به پر دې وي چې پر دولتي او شخصي کچه څه ډول د اقليمي بدلون د مخنیوي هڅې تمويل او چټکې کېدای شي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په دې سرمشريزه کې له ګڼ شمېر ساينس پوهانو او د نړۍ له مشرانو سره د لیدو پر مهال وويل:

"دا د امریکا بې‌باکي ده چې پر خپل سر له هغې موافقې د وتلو پرېکړه کوي چې د مخکېني ولسمشر د دورې پر مهال‌يې لاسلیک کړې وه او له موافقې څخه د یوه هېواد د وتلو له کبله پر نورو فشار نه‌شي راوړل کېدای چې پر موافقه دې له سره بحث وکړي."

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي وو چې امریکا به د پاریس له بې‌عدالته تړونه ووځي.

ټرمپ دغې غونډې ته نه‌دی بلل شوی.

د نړۍ په ککړتيا کې لویه ونډه لرونکو هېوادونو لکه هندوستان، چین، برازیل، روسیه او جرمني به په دې سرمشريزه کې ګډون کوي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۱۹۵ هېوادونو د پاريس تړون لاسلیک کړ چې د نړۍ د تودوخې درجه به تر دوه درجې سلسيس ټيټه ساتي.