د برېښنا شرکت د ارغندې د برېښنا کوټ د جوړولو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان برېښنا شرکت تېره ورځ ناوخته د ځینو هندي او افغان کمپنیو له کنسرسیوم سره د برېښنا کوټ په نوم د ارغندې د ۵۰۰ کېلو ولټه پروژې د جوړېدو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت د اعلامیې له مخې، د دغه تړون له مخې کابل، جنوب او جنوب ختیځو ولایتونو ته برېښنا ورکول کېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د برېښنا کوټ پروژه د څه باندې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اسیا پراختیايي بانک له‌خوا عملي کېږي.

د دغې پروژې عملي چارې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې پیلېږي او د دوه نیمو کلونو په لړ کې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.