د غزني سوداګرو له سوداګرۍ وزارت سره خپلې ستونزې شریکې کړي

د غزني سوداګرو او صنعتکارانو خپلې ستونزې په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره شریکې کړې.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغې غونډه کې د نوموړي ولایت ۳۰۰ سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی و.

ښاغلی قوقندي وایي، مخکې تر دې د هرات او کندهار سوداګرو هم په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش پر وړاندې د خنډونو او د برېښنا د ستونزو په اړه خپلې ستونزې له دوی سره شریکې کړې دي.

د ده په وینا، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرو د ستونزو د هواري په برخه کې ځان ژمن ګڼي او ډاډ ورکوي چې په دغه هېواد کې به د سوداګریزو فعاليتونو او پانګونې لپاره د لازمو فرصتونو د برابرولو هڅه وکړي.