په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غریتوب لرونکي په توګه لومړنۍ ټېست لوبه په ۲۰۱۹ میلادي کال کې له استرالیا سره نه بلکې له هند سره وکړي.
افغانستان له څو کلونو هڅو وروسته سږ کال د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړ او له دې سره د نړۍ له مخکښو ټیمونو سره د ټېسټ لوبو د حیثیت خاوند شو.
ټاکل شوې وه چې افغانستان خپله لومړۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د استرالیا په وړاندې وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزی وايي، دا لوبه د افغان لوبډلې لپاره خورا مهمه ده. ښاغلي ستانکزي له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې د هغو هڅو یادونه وکړه چې د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبو د تائید لپاره کړې دي:
Your browser doesn’t support HTML5