د ننګرهار چارواکي: خوګیاڼو کې ۹ داعش وسله‌وال وژل شوي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۹ تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې وویل چې د دې عملیاتو په نتیجه کې د داعش وسله‌وال د تلفکانو تپې، وتي کلي، ډنډ راغه او د کمبو مکتب له سیمو ایستل شوي او په سیمه کې د هیروئینو د جوړولو یوه فابریکه هم له‌منځه وړل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې شپږ وسله‌وال هم ټپیان شوي، خو ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.