د ایران د قدس د ځواک مشر د بیتالمقدس په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په وړاندې د فلسطینیانو له مقاومت څخه د ایران د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی.
قدس د سپاه پاسداران انقلاب ځواک هغه څانګه ده چې په بهر کې د ایران د فعالیتونو مشري کوي.
د دې ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني دوو فلسطیني ډلو الجهاد او عِزالدینالقسام قطعې په نوم د حماس وسلهوالې څانګې ته دا وړاندیز کړی.
حماس ډله د غزې په تړانګه کې واکمنه ده.
د سپاه پاسداران رسمي وېبپاڼې پرون راپور ورکړ چې سلیماني په ټیلیفوني خبرو کې د دې دوو ډلو مشرانو ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسرائیلي پوځ پرون وویل، له غزې څخه د اسرائیلو پر خاوره څو توغندي وویشتل شول چې یو یې د اسرائیلو د میزایل د مدافع سیستم کشف او شنډ کړ او په ځوابي اقدام کې یې د غزې په تړانګه کې د حماس پوځي مرکزونه د ټانکونو او الوتکو په وسیله په نښه کړل.