پر ایراني چارواکو د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون وايي، پر ایراني چارواکو يې ټینګار کړی چې هغه ایرانیان چې د بهرنیو هېوادونو تابعیت لري او ایران ته د سفر په وخت کې نیول شوي، خوشې کړي.

جانسون د شنبې او یکشنبې په ورځو په ایران کې و.

هغه هڅه وکړه چې ایراني چارواکي د ایراني‌الاصله بریتانوۍ نازنین زاغري رتکلف خوشې کولو ته راضي کړي.

نازنین د بریتانیې د یوې خیریه ادارې کارکوونکې وه او د ایران حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د رژیم پر ضد د دسیسې په تور ونیوله.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون پرون دوشنبه د بریتانيا پارلمان ته وویل چې ایراني چارواکي یې بشري حقونو ته د درناوي د اصل له مخې وهڅول چې د نازنین په څېر د دوو تابعیتونو لرونکي وګړي له زندانونو خوشې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې نازنین زاغري رتکلف د ایران تبعه ده او د بند موده به د قضايي پلاوي د پرېکړې پر اساس، بشپړوي.