موګریني: حل لاره داده چې بیت المقدس د فلسطین او اسرائیل پلازمېنه وي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې د بیت المقدس په اړه د دې ټولنې پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د کړکېچ یوازنۍ حل لاره د دوو خپلواکو دولتونو جوړېدل دي چې بیت المقدس د دواړو پلازمېنه وي.

فيدریکا موګرینې دا څرګندونې په بروکسل کې د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې د اسرائیل له صدراعظم بنيامین نتانیاهو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

هغې زیاته کړه:

"تاسو پوهېږئ چې د اروپايي ټولنې موقف څه دی، موږ په دې باور یوو چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د کړکېچ د هواري یوازنۍ منطقي حل لاره د دوو دولتونو جوړېدل دي چې بیت المقدس د دواړو اسرائیل او فلسطینیانو د ۶۷م کال د بېلې شوې کرښې پر اساس پلازمېنه وي، دا زموږ محکم دریځ دی او موږ به د بیت المقدس په اړه ترهغو د نړیوالې اجماع درناوی وکړو چې د دغه سپیڅلي ښار نهایي موقف د دواړو لورو د خبرو په نتیجه کې تعین شي."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې دی له اروپایي هېوادونو هم تمه کوي چې د امریکا له خوا د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د په رسمیت پېژندلو لار تعقیب کړي.

نتانیاهو د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا دغه اقدام په منځني ختیځ کې د سولې د رامنځه کېدو امکان زیات کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند او دې ښار ته یې له تل ابیب څخه د امریکا د سفارت د لېږدولو امر وکړ.