سعودي په دغه هېواد کې سینماګانو ته د پرانیستې اجازه ورکوي

د سعودي عربستان حکومت وایي، د تجارتي فلمونو سالونونو ته اجازه ورکوي چې له راتلونکي کال څخه په دې هېواد کې پرانیستل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن دوشنبه اعلان وکړ چې تجارتي سینماګانې به له څه باندې ۳۵ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله په دې هېواد کې فعالیت پیل کړي.

دغه وزارت اټکل کوي چې تر۲۰۳۰ کال پورې به ۳۰۰ سینماګانې فعالې شي.

دې وزارت د سینماګانو پرانیستل د اقتصادي ودې او تنوع لپاره مهم بللي دي.

سینماګانې په دې هېواد کې چې ټولنه‌یې محافظه کاره ده، د ۱۹۸۰ لسیزې له پیله د سخت دریځو چې هغه د کلتور او مذهب هویت ته ګواښ بولي، د فشارونو له امله تړل شوې دي.

پر دغه بندیز انتقاد کوونکي استدلال کوي چې د انټرنټ په عصر کې دغه بندیز هېڅ معنی نه‌لري.

دغه اقدام د هغو اصلاحاتو یوه برخه ده چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له‌خوا پیل شوي دي.

هغه په ټولنه کې د پراخو ازادیو د رامنځته کېدو په ترڅ کې دغه‌راز له راتلونکي کال څخه پر ښځینه موټر چلوونکو هم بندیز لېرې کړی دی.