پوتین له سوریې د روسي ځواکونو د وتلو د پیل امر کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له سوریې څخه د کتنې په ترڅ کې چې له مخکې نه‌وه اعلان شوې، امر کړی چې له دغه جګړه ځپلي هېواده دې د روسیې ځواکونه وتل پیل شي.

دا خبر روسي خبري اژانسونو ورکړی دی.

د روسیې ریا دولتي اژانس د پوتین د څرګندونو په حواله وایي چې هغه په سوریه کې د روسیې په هوایي اډه کې خپلو پوځیانو ته ویلي چې ده د دفاع وزیر او د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز ته امر کړی چې روسي ځواکونه اوباسي او بېرته‌یې خپلو دایمي اډو کې ځای پر ځای کړي.

د راپورونو له مخې پوتین د «حمیمیم» په اډه کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره هم کتلي دي.

روسیې د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې سلګونه زره کسان وژل شوي او په ميلیونونو نور له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي، په پوځي برخه کې د اسد د رژیم حیاتي ملاتړ کړی دی.