د افغانستان دفاع وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په عملیاتو کې د دولت وسلهوالو مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي.
دغه وزارت نن دوشنبه په یوه بیان کې ویلي، په دغو عملیاتو کې چې په ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیا، کندهار، زابل، بغلان او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي، د اسلامي دولت ډلې د ۱۱ سخت دریځو په ګډون ۲۰ وسلهوال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د دفاع وزارت په وینا، په عملیاتو کې د وسلهوالو مخالفينو یو شمېر مهمات هم لهمنځه وړل شوي دي.
د دولت وسلهوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.