د بیت‌المقدس په اړه له اروپايي هېوادونو د نتانیاهو هیلې

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې دی له اروپایي هېوادونو هم تمه کوي چې د امریکا له‌خوا د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت‌المقدس د په رسمیت پېژندلو لار تعقیب کړي.

په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له نننۍ غونډې مخکې بنیامین نتانیاهو د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا دغه اقدام په منځني ختیځ کې د سولې د رامنځه کېدو امکان زیات کړي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني مخکې ویلي و چې دغه ټولنه به د بیت‌المقدس د موقف په اړه نړیوالې اجماع ته ژمنه پاتې شي.

هغې ویلي، د دوی په باور د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د کړکېچ یوازنۍ منطقي حل لاره د دوو دولتونو جوړول دي چې بیت‌المقدس د دواړو پلازمېنه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند او دې ښار ته‌یې له تل‌ابیب نه د امریکا د سفارت د لېږدولو امر وکړ.