ټاکل شوې چې پوتین له خپلو مصري او ترک سیالانو سره وګوري

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپلو ترک او مصري سیالانو سره د خبرو لپاره نن دوشنبه له قاهرې او انقرې څخه لیدنه وکړي.

له مصر څخه د پوتین د کتنې په اړه کرملېن څو ورځې مخکې ویلي وو چې پوتین به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د نورو مسایلو تر څنګ په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات پر مسئلې خبرې وکړي.

د مصر جمهوري ریاست ویلي چې پوتین او السیسي به د مختلفو مسایلو په تېره بیا سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه، د دوه اړخیزو همکاریو د چوکاټ د لا پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

د مصر الاهرام دولتي ورځپاڼې د راپور له مخې، په دغې کتنه کې به د اټمي دستګاو د جوړولو نهایي موافقه هم لاسلیک شي.

په ترکیه کې به د کرملېن په وینا، پوتین له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د انرژۍ د ګډو پروژو په ګډون پر دوه اړخیزو مسایلو او هم د سوريې د جګړې او په لویه کې، د منځني ختیځ د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

روېټرز اردوغان ته نږدې د یوې سرچینې په حواله وایي چې دواړه مشران به د بیت‌المقدس په اړه د وروستیو پرمختګونو په باب هم خبرې وکړي، په تېره بیا هغو لانجو او مظاهرو ته په پام سره چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له پرېکړې وروسته چې دا ښار یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، راپورته شوې دي.

مصر، ترکیې او روسیې ټولو د ټرمپ دغه پرېکړه غندلې ده.