په کونړ کې ۱۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ورکړل شوې

د کونړ په څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ورکړل شوې.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په پام کې لري چې نورو ولسوالیو کې هم ورته پروګرام پیل کړي چې په دې سره به د یادو کورنیو ورځنۍ ستونزې تره یوه حده راکمې شي.

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنير انعام‌الله ساپي نن دوشنبه ازادي راډیو ته د وېشل شویو چرګانو د شمېر او ګټو په اړه وویل:

"۵۰۰ کورنۍ په نورګل او ۵۰۰ کورنۍ په څوکۍ کې په پام کې نیول شوي او هرې کورنۍ ته ۳۰ د هګیو چرګې ورکړل شوي. د دې ګټه دا ده چې که چېرته یوه کورنۍ په خپل کور کې یوه وړه مرغانچه ولري او له هغې حد اقل ۵۰ هګې د ورځې واخلي او هغه هر یوه په ۱۰ یا ۸ افغانیو وپلوري ۴۰۰ یا ۵۰۰ افغانۍ د ورځې کېږي. بل کمزورو او خوارځواکو کسانو ته ښه درملنه ده، یعنې د اقتصاد تر څنګ صحت‌يې هم ښه کېږي."

په کونړ کې ډېری داسې کورنۍ شته چې اقتصادي حالت‌یې کمزوری دی او د هر چا مرستې ته اړتیا لري، که چېرته ورته حرفوي زده‌کړې او نور پروګرامونه برابر شي، نو خلکو ته به د کاروبار پیدا کېدو تر څنګ به‌يې اقتصادي وضعیت هم ښه شي.