یو شمېر افغان حقوقپوهان وايي، د قومي او مذهبي مسایلو مطرح کول اختلافات تحریکوي او دا که په هره کچه وي باید ترې ډډه وشي.
د افغانستان د ډموکراتو حقوقپوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجبر وايي، د دا ډول مسایلو په اړه د حکومت غبرګون تل خورا کمزوری وي، تر دې چې حتی د ګوندونو او اشخاصو تر منځ توپیر کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې اجرائیه رئیس د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، قومي او مذهبي سیاست هېڅڅوک سالم هدف ته نهشي رسولای.
یوسف خان ځدراڼ له ښاغلي رنجبر سره په دې اړه مرکه کړي، دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5