د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د پیسو نړیوال صندوق په هېواد کې له مالي ثبات او اقتصادي اصلاحاتو نه هرکلی کړی.
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» ازادي راډیو ته وویل، د پیسو د نړیوال صندوق دوهمه ارزونه ښیي چې په مالي سکټور کې د اصلاحاتو پلي کول، بانکدارۍ سکټور، له فساد او پیسو وینځلو سره مبارزه او دغهشان د کار موندنې د فرصتونو په برابرولو کې پرمختګ شوی دی.
ښاغلی عبدالرحیمزی وایي، له فساد سره مبارزه د عوایدو د کچې د لوړېدو لامل ګرځي.
نوموړی دا هم وايي چې سږ کال د عوایدو ګراف د تېر کال په پرتله لوړ دی.