د سولې شورا په بدخشان کې د سولې پروسې د پياوړتيا لپاره لارې برابروي

د سولې عالي شورا هڅه کوي په بدخشان ولايت کې د سولې پروسې د پياوړتيا لپاره نورې لارې چارې برابرې کړي.

په دې هدف د سولې عالي شورا يوه پلاوي پرون دغه ولايت ته سفر وکړ چې د سولې عالي شورا مرستيال عطا الرحمن سليم‌يې مشري کوي.

د بدخشان ولايت مطبوعاتي دفتر پر خپله فېس‌بوک پاڼه خبر ورکړى چې د سولې عالي شورا دغه هيئت به په بدخشان کې له قومي مخورو، د مدني ټولنې له بنسټونو او ځوانانو سره د سولې د پروګرامونو د پراختيا په اړه خبرې وکړي.

بدخشان ته دغه هيئت په داسې حال کې سفر کوي چې له دوو کلونو راهيسې يمګان او وردوج ولسوالۍ د وسله‌والو په کنټرول کې دي او ځينو نورو ولسواليو ته هم د وسله‌والو تحرکات غځېدلي دي.