د نوبل جایزې د سولې، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او اقتصاد ګټونکو ته وسپارل شوې

د نوبل د سولې، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او اقتصاد جایزو ګټونکو ته پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» د سویډن په پلازمېنه استکهلم کې د هغوی جایزې وسپارل شوې.

د نوبل د سولې جايزه سږ کال د اټمي وسلو پر ضد نړیوال کمپاین ایکن ته ورکړل شوه.

د ایکن اجرائیه رئیس بیتریس فېن پرون د ناروې په پلازمېنه اسلو کې ځانګړو مراسمو ته وویل:

"موږ د یوازني منطقي انتخاب استازیتوب کوو. موږ د هغو خلکو استازيتوب کوو چې زموږ په نړۍ کې د اټمي وسلو پاتې کېدل نه‌مني."

په اسلو کې په پرونیو مراسمو کې یوه جاپاني وګړي چې د جاپان پر هیروشیما ښار له اټمي حملې ژوندی پاتې شوی و، هم ورغلی و.