د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر د ایران له ولسمشر سره کتلي

د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» په تهران کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره کتلي دي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې جانسون او روحاني پر ګڼو مسئلو "سپینې" خبرې کړي.

د بي بي سي په حواله، د دواړو په کتنه کې د نازنین زاغري رتکلف پر برخلیک هم بحث شوی دی.

ایراني‌الاصله بریتانوۍ نازنین زاغري رتکلف دوه کاله مخکې له خپلې کوچنۍ لور سره ایران ته تللې وه او هلته د رژیم پر ضد د دسیسې جوړولو په تور ونیول او زنداني شوه.

نازنین په وروستیو کې د رژیم پر ضد په پروپاګند تورنه شوه.

خو هغې د ایران د حکومت تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې ایران ته د شخصي مقصد لپاره تللې وه او رسمي دنده‌یې نه‌درلوده.

نازنین زاغري رتکلف باید پرون د هغو تورونو د سپیناوي لپاره چې تازه ورباندې لګېدلي، محکمې ته حاضره شوې وی، خو د هغې مېړه رېچرډ رتکلف ویلي چې ایراني چارواکو پرون په وروستیو شېبو کې محاکمه لغوه کړه.

رېچرډ رتکلف په یوه اېمېل کې چې رسنیو ته‌یې استولی، لیکلي چې د نازنین د محاکمې لغوه کېدل ښه خبر دی او د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د هغې د کورنۍ له غړو سره هم کتلي دي.