د فرانسې حکومت د لکتالیس ګروپ په نوم د کوچنیانو د خوراکي موادو د شرکت پر تولیدالتو بندیز لګولی دی.
د روېټرز خبري اژانس په حواله، د لکتالیس شرکت محصولات افغانستان ته هم صادر شوي دي.
په فرانسه کې د مصرفوونکو د مصونیت ادارې په خبرپاڼه کې ویلي چې د لکتالیس ګروپ د خوراکي موادو په سوجي اوړو کې یو ډول باکتریا موندل شوې چې د کوچنیانو روغتیا ته زیان رسوي.
لکتالیس ګروپ په نړۍ کې د ماشومانو د غذا جوړولو ستر شرکت دی.
د روېټرز په حواله، لکتالیس ګروپ غذايي تولیدات په افغانستان سربېره په پاکستان، چین، عراق، مراکش، سوډان، کولمبیا، پیرو، هایتي، یونان او ګرجستان کې هم پلورل کېږي.
لکتالیس ګروپ باید ټول خوراکي مواد چې تر اوسهیې په بازارونو کې پلورلي، بېرته راغونډ کړي، خو د شرکت ویاند ویلي چې په سوجي اوړو کې هره باکتریا په دوو دقیقو اېشولو کې مړه کېږي.