افغان ولسمشر محمد اشرف د بادغیس په ولایت کې د قیصرـ لامان د سړک د دوو برخو د کار د پیل پرانېسته وکړه.
د دغه سړک د جوړېدړ چارې به تر راتلونکو دوه نیمو کلونو بشپړې شي.
ښاغلي غني په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د خبرو پرمهال ژمنه وکړه چې راتلونکو دوو کلونو کې به بلخ او هرات د ریل پټلۍ له لارې هم وصل شي.
افغان ولسمشر همداراز د بادغیس له خلکو سره ژمنه وکړه چې دغه ولایت به د شیخ بند له لارې له ترکمنستان سره وصل شي چې په دې ترتیب به دغه چاره د بادغیس او لوېديځې حوزې د اوسېدونکو پر ورځني ژوند مثبت اغېز وکړي.
په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د بادغیس خلکو له ولسمشره د مهم سړک د پرانېستې له امله تود هرکلی وکړ او ژمنه یې دا وه چې د اقتصادي پروژو د عملي کېدو په برخه کې د ولسمشر ترشاه ولاړ دي.
په ورته وخت کې د اسیا پراختیايي بانک چارواکو چې له ښاغلي غني سره بادغیس ته ولایت ته یې سفر کړی و، د قیصرـ لامان د سړک د مالي تمویل د ملاتړ سربېره په دغه ولایت کې د نورو ګڼو پروژو د عملي کولو خبره وکړه.
د قیصرـ لامان سړک به په لوېدیځ کې هرات ولایت له شمالي ولایتونو سره ونښلوي او تر دې وړاندې د افغانستان د فواید عامې وزارت ویلي وو چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د افغانستان حلقوي سړک بشپړ شي.
د قیصرـ لامان سړک له ۸۰ کیلو مترو زیات اوږدوالی لري چې د اسیا د پراختیايي بانګ له لورې به تر راتلونکو دوه نیمو کلونو په اساسي توګه جوړ شي.