د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دغه وزارت نن یکشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې له کبله يې ٨ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.
دفاع وزارت وايي، په دغو عملياتو کې د وسله والو ٨ مرکزونه، ٢٨ کړۍ ماينونه او ٧٠ کيلوګرامه چاودونکي مواد هم له منځه وړل شوي دي.