د متشبثینو عالي بورډ د کندهار د کمرګ له پڅ کاري بهیره شکایت کوي

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ د کندهار د کمرګ د پڅ کاري بهیر له امله شکایت لري.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په کندهار ګمرک کې د سوداګرېزو توکو ډک موتړونه په ورځو ورځو درول کېږي او پر وخت ترې مالیه او محصول نه اخېستل کېږي.

نوموړی وايي چې دغې مسئلې په کندهار کې سوداګر له زیاتو ستونزو سره مخ کړي او هم پر موتړونو ډېره کرایه راځي.

حاجي اغا وايي، په دې اړه یې پرون شنبه د کندهار د ګمرک له رئیس سره کتلي او هغه ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.