د "م.م" یوه جګپوړي چارواکي شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي شمالي کوریا ته د غلطې محاسبې په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا کار به د یوې وژونکې نړیوالې شخړې سبب شي.

ملګرو ملتونو پرون شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۸» وویل چې د سیاسي چارو رئیس جفري فلټمن د پیونګ یانګ د سفر په لړ کې د شمالي کوریا له بهرنیو چارو وزیر "ري یونګ هو" او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر "پاک میونګ کوک" سره وکتل.

ملګري ملتونه وايي، فلټمن د شمالي کوریا چارواکو ته وویل، د دوی ناسمه ارزونه ستر خطر لري چې کېدای شي د جګړې اور بل کړي او له شمالي کوریا په کلکه غواړي چې له نورې نړۍ سره د تماسونو لپاره چاینلونه پرانېستي پرېږدي.

فلټمن وویل، نړیواله ټولنه ژمنه ده چې شمالي کوریا د بالسټیک توغندیو د ازمېښتونو د دوام او د اټمي پروګرامونو پر سر شخړې ته سوله‌ییزه حل‌لار ومومي.