د کندهار له محبس څخه پرون شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۸» ۴۲ بندیان خوشې شول.
د کندهار ولایتي اداره وايي چې دا کسان چې دوه یې ښځې دي، د ولسمشر د فرمانونو پر اساس خوشې شوي او د ۲۷ نورو بندیانو د قید موده کمه شوې ده.
د کندهار والي د بندیانو د خلاصون په مراسمو کې له هغوی وغوښتل چې نور د قانون سرغړونه ونه کړي.