د ننګرهار کامه او بهسودو کې د ښځو لپاره د چرګانو۵۰۰ فارمونه جوړ شول

د ننګرهار چارواکي په کامه او بهسود ولسوالیو کې د ښځو لپاره د چرګانو ساتلو او هګيو ټولولو د ۵۰۰ فارمونو د جوړېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي له دفتره په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر دې فارمونو لږ تر لږه ۱۸ میلیونه افغانۍ لګېدلي دي.

په خبرپاڼه کې پرون شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۸» د ختيځ زون د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې د مشر ګل سیرت ساپي په حواله لیکل شوي چې په جوړو شوو فارمونو کې د ۱۵ زره چرګانو د ساتلو امکانات شته او په ورځ کې ۱۳ زره هګۍ په کې توليدېږي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې څومره ښځې په دې فارمونو کې کار کوي خو ټینګار شوی چې د فارمونو فعالیت به د کامې او بهسودو ولسوالیو د ډېرو ښځو اقتصاد ښه کړي.