د افغان ولسمشر دوهم مرستیال نن شنبه د یوه رسمي سفر په ترڅ کې هند ته ولاړ.
سرور دانش به په دغه پنځه ورځني سفر کې سبا یکشنبه په ممبې ښار کې د مادر تریزا د یاد او درنښت په مناسبت جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال د دفتر مسؤل ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی دانش به تر هغه وروسته د هند له مرستیال ولسمشر سره وګوري.
ټاکل شوې چې ښاغلی دانش د هند تر سفر وروسته اندونیزیان ته ولاړ شي او هلته به د اسیا پاسفیک پهنړیواله غونډه کې ګډون وکړي.
د ښې حکومتدارۍ په اړه دغه کنفرانس په څنډو کې به د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال له یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو سره جلا جلا وګوري.