عبادي: د داعش په وړاندې د عراق جګړه بریالۍ پایلې ته رسېدلې ده

د عراق صدراعظم وایي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې ددغه هېواد جګړه بریالۍ پایلې ته رسېدلې ده.

حیدر العبادي نن شنبه په بغداد کې ویلي چې د عراق ټولې هغه سیمي چې مخکې د اسلامي دولت ډلي لاندې کړې وې، بېرته ترې نیول شوي او له سوریې سره پوله د عراقي پوځ له خوا کنټرولېږي.

عبادي ویلي:

" زموږ دښمنانو غوښتل چې زموږ تمدن له منځه یوسي، خو موږ د خپل یووالي او پیاوړې ارادې سره بریالي شوو."

داعش وسله والو په ۲۰۱۴ کال کې د عراق نېږدې درېیمه برخه خاوره ترخپل کنټرول لاندې راوستې وه.

تر هغه راوروسته عراقي ځواکونو د امریکا په مشرۍ ائتلاف په مرسته د داعش پر وړانډې عملیات پیل کړل.