د غزني سیمه يیز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ملي اردو پر پوستي د وسله والو طالبانو په برید کې، درې افغان سرتېري وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري رسنیو ته ویلي چې دا برید نن شنبه سهار شوی او په نتیجه کې یې دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
ښاغلي نوري د پېښي دقیقه سیمه نه ده یاده کړې، خو وایي چې په متقابلو نښتو کې ۸ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او تر ۱۰ ډېر ټپیان دي.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی دی.
طالبانو په دې وروستیو کې پر افغان امنیتي پوستو بریدونه ډېر کړي دي.