دفاع وزارت: د وسلو د ساتلو نوی طرزالعمل چمتو او ډېر ژر به عملي شي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د وسلو د ساتلو نوی طرزالعمل چمتو شوی او ډېر ژر به عملي شي.

د دفاع وزارت مرستیال او د کابل ګارنیزیون مشر جنرال افضل امان ازادي راډیو ته وویل چې د وسلو او پوځي تجهیزاتو ساتل يې د قانون په چوکاټ کې راوستي دي.

ښاغلی امان وایي:

"تقریباً دوه کاله کېږي چې هر چا ټوپک اخيستی او خلک ګواښي، له دې وروسته به هغه کسان چې له یوې مرجع څخه د ویشل شوي ځانګړي کارت پرته وسله ولري، غیر مسؤل وسله وال بلل کېږي او قانون ته به سپارل کېږي."

د جنرال امان په خبره، غیر مسؤله وسله وال نه یوازې دا چې عام خلک ځوروي، بلکې افغان حکومت هم ترې ښه خاطره نه لري.

نوموړي ژمنه وکړه چې د کابل ګارنیزیون به له نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ دا موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.