د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې دوه تنه د ټابلېټ «K» ګولۍ د قاچاق په تور نېولي دي.
د دغه معینیت ویاند اسدالله یادګاري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې ١۱۹۰ پاکټه «Tablet – K» ګولۍ له یوه دوکان څخه ترلاسه شوي دي.
دغه یو ډول نشه یي ګولۍ دي چې افغانستان ته په غير قانوني توګه راوړل کېږي او په دې وروستیو کې یې ډېری ځوانان کاروي.
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت همدارنګه وايي، د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ځانګړو پولیسو د دې ترڅنګ په لوګر ولایت کې هم عملیات ترسره کړي او ۸۵ پاکټه هیروئین یې کشف او ضبط کړي دي.
نوموړي وویل چې په دې تړاو درې کسان نېول شوي دي.