په هرات کې د اوبو ۱۳ کانالونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو ۱۳ کانالونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

عبدالصبور رحماني نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کانالونه د څه باندې ۸۶ میلېونه افغانیو په ارزښت، د هرات په انجیل، ګذرې او غوریان ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

ښاغلی رحماني وايي چې په دې سره به راتلونکې کال د هرات د بزګرانو د کرنې د تولید کچه لوړه او هم به ورسره د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.