نړیوالو قدرتونو پر سعودي او ایران د لبنان په اړه فشار زیات کړی

نړیوالو قدرتونو پر سعودي عربستان او ایران فشار زیات کړی، څو د لبنان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

دوی په ګاونډیو هېوادونو کې د ایران د پوځي فعالیتونو د بندېدو غوښتنه هم کړې.

د لبنان د ملاتړ د نړیوالې ډلې د غړو هېوادونو استازو پرون جمعه په پاریس کې د لبنان له صدراعظم سعد حریري سره وکتل.

دا لیدنه د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په لبنان کې ماتېدونکی واکمن ائتلاف پیاوړی کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي بریتانیا، چین، فرانسه، روسیه او امریکا متحده ایالات له لبنان څخه د ملاتړ په نړیواله ډله کې شامل دي.

حریري تېره میاشت د خپلې استعفا له اعلان وروسته لبنان یو سیاسي بحران سره مخ کړ.

نوموړي سعودي عربستان ته د یوه سفر پر مهال وویل، د ترور کېدو له ویرې استعفا کوي او ایران او حزب الله یې ملامته کړل.

خو له نړیوالو فشارونو او د لبنان د سیاسي ګوندونو ترمنځ له خبرو وروسته حریري خپله استعفا بېرته واخیسته او د نوموړي ائتلافي حکومت د ډیسمبر په پنځمه یو وار بیا د عربي هېوادونو په کړکېچونو کې د نه مداخلې پر پالیسۍ ټینګار وکړ.