پرون جمعه سلګونه اوکراینیان وروسته له هغې اعتراض ته راووتل چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو د اپوزسيون مشر او د ګورجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي د دوهم ځل لپاره ونیوه.
د دغه سیاسي فعال ملاتړي په یوه تنګه کوڅه کې د پولیسو د هغه ماموریت مخې ته راټول شوي وو، چېرې چې ساکاشویلي له نیول کېدو وروسته په کې توقیف کې و.
دا ځای د اوکراین د پارلمان له ودانۍ ډېره فاصله نه لري.
په داسې حال کې چې په ګڼ شمېر د بلوا ضد پولیس په سیمه کې د اعتراض کوونکو د کابو کولو لپاره ولاړ وو، د ساکا شویلي ملاتړو د حکومتي ځواکونو د دې کار خلاف نارې وهلې.
د ساکاشویلي نېږدې ګورجستاني متحد ډیوید ساکوریلیدیژ د کیف له اوسېدونکو وغوښتل چې د ساکاشویلي پر بیا نیول کېدو د اعتراض په توګه لارو کوڅو ته را ووځي.
نوموړي په دې اړه پړه د اوکراین پر ولسمشر پټرو پوروشینکو واچوله او هغه یې دیکتاتور وباله.
ساکاشویلي چې د دې اوونۍ په پیل کې هم د لنډ وخت لپاره دده پر کور د چاپې پرمهال نیول شوی و، تر بیا نیول کېدو څو ساعته مخکې یې پر اوکراینیانو غږ وکړ چې د یکشنبې په ورځ دې په کییف کې مظاهرې وکړي.