رسولي: په افغانستان کې د بشري سرغړونو په اړه اسناد برابروو

د بلجیم د بشري حقونو خپلواک سازمان وايي، په افغانستان کې د بشر له حقونو څخه د سرغړونو په اړه اسناد او شواهد برابروي.

د دې سازمان مشر عنایت رسولي پرون وویل دوی یو کمپاین پیلوي چې د افغانستان خلک وکولی شي د بشر له حقونو څخه د سرغړونو په باب له دوی سره خپل شکایتونه ثبت کړي:

"موږ د راتلونکي کال لپاره پلان لرو چې یو کمپاین پیل کړو چې د افغانستان خلک وکولی شي په ان لاین طریقه خپل شکایتونه ثبت کړي، که چېرته دوی نشي کولی یا زړه نه کوي چې په نړیوالو بنسټونو کې خپل شکایتونه ثبت کړي، قربانیان په خپله کولی شي شکایت ثبت کړي څو موږ وکولی شوو چې یو شمېر جنګي جنایتکاران محاکمې ته کش کړو."

ښاغلي رسولي وویل په دې برخه کې دوی د اروپايي ټولنې د بشر د حقونو له دفتر، د بخښنې له نړیوال سازمان او په هاګ کې د نړیوالو جنګي جرمونو له څېړونکي څارنوال سره همکاري لري.