د کابل پولیس وايي، ددې ښار په ۶ امنیتي حوزه کې تېره ورځ د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ مرستیال حقنواز حقیار رسنیو ته وویل چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې چاودنه د ګاز پلورولو په یوه دکان کې شوې ده.
تر دې مخکې ځینو راپورونو کې ویل شوی وو چې دا چاودنه د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال محمد خان کور ته نېږدې شوې ده.
د چاودنې له امله په سیمه کې ولاړو یو شمېر موټرو ته زیان رسېدلی دی.