ملګري ملتونه وايي، په کنګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د وسله والو یاغیانو په یوه برید کې د نړیوال سوله ساتي ځواک ۱۴ سرتېري وژل شوي او ۵۳ نور ژوبل دي.
د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق پرون وویل زیاتره وژل شوي او ټپي سرتېري د تنزانیا اتباع دي او په دې برید کې د کونکو د پوځ پنځه عسکر هم وژل شوی دي.
نوموړي دا برید چې د پنجشنبې په ورځ شوی دی، د وسله والو یاغیانو د هغې ډلې کار وباله چې په ګاوندي یوګنډا کې مرکز لري.
د بشری حقونو مدافع ډلې وايي، وسله والو یاغیانو په تېرو دریو کلونو کې په کانګو کې څه د پاسه زر تنه ملکي وګړي وژلي دي.
په کنګو جمهوریت کې له ۱۹۹۹کال راپدیخوا د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک شااوخوا ۲۱ زره سرتېري ځای پر ځای دي.