اردوغان: د یونان کوموټیني کې د ترک ټبرو حقوق باید خوندي شي

د ترکيې ولسمشر وايي، د یونان په شمال ختیځ کې د ترک ټبره مسلمان اقلیت حقونه باید خوندي وي.

رجب طیب اردوغان دا څرګندونې له یونان څخه د خپلې کتنې په دوهمه ورځ په کوموټیني ښارګوټي کې یوې غونډې ته وکړې.

د یونان په شمال ختیځ کې تخمیناً له یو سل شل نه تر یو نیم سل زره مسلمانان اوسېږي چې ټول په ترکي ژبه خبرې کوي.

یونان او ترکیه چې له لسیزو راهیسې د شخړو او اختلافاتو له امله سیالان دي، دواړه د ناټو تړون متحدان دي.

دا په تېرو ۶۵ کلونو کې یونان ته د ترکيې د کوم ولسمشر لومړنی سفر دی.