د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنه شوې

د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ د لاندې باسول د سلطان خېلو مدرسې په جومات کې چاودنه شوې ده.

د ننګرهار والي له مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه چاودنه کې د یاد جومات ملا امام وژل شوی او اته نور لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي.

پېښه نن جمعه د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

اعلامیه وايي چې د پېښې ټپيان د غني خېلو ولسوالۍ روغتون ته لېږل شوي چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

تر دا مهاله د دغې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.