ټیلرسن: زموږ په وړاندې پرته مسئله د اوکراین ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي، هغه لویه ستونزه چې د امریکا او روسیې د اړیکو په تودېدو کې یې خنډ جوړ کړی، په اوکراین کې د روسیې پوځي اقدام دی.

ټیلرسن چې پرون یې په ویانا کې د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، د امریکا متحده ایالات به پر روسیې لګېدلي بندیزونه تر هغې لېرې نه کړي چې روسیه خپل ځواکونه د اوکراین له ختیځ او کریمیا څخه ونه باسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له غونډې وروسته په دې ناسته کې وویل، زموږ په وړاندې پرته مسئله د اوکراین ده.

ریکس ټیلرسن زیاته کړه:

"په نورو برخو کې هم دروسیې او امریکا ترمنځ اختلافات شته، خو کله چې یو هېواد پر بل هېواد تېری کوی، دا داسې څه دي ماضي ته نه کتل او یا د روابطو بېرته عادي کول ستونزمنوي"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون په ویانا کې له خپل روسي سیال سره وکتل.

خو د اوکراین او نورو هغو مسئلو په اړه چې امریکا او روسیه پرې اختلاف لري، د ریکس ټیلرسن او سرګي لاروف خبرې ظاهراً کومې نتیجې ته ونه رسېدې.

ټیلرسن له لاوروف سره له خبرو وروسته وویل، دی نه غواړي په مشخص ډول ووایي چې څه ترلاسه شول خو پرمختګ وشو.

تیلرسن زیاته کړه دا ستونزې په یوه غونډه کې نشي حل کېدای او ځکه په دې غونډه کې هم د حل لاره ورته پیدا نشوه.

لاوروف وویل چې په دې کتنه کې ټول هغه دوه اړخیز مسایل یاد شول چې د امریکا او روسیې اړیکې یې زیانمن کړي دي.