د پکتیا چارواکي وايي چې د دې ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د نړیوالوځواکونو په هوایي برید کې درې وسله وال مخالفین ووژل شوي دي.
د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي، دا هوايي برید د اریوب ځاځي په بیلاوټ سیمه کې شوی او په ترڅ کې یې د مالیار، خیالي او هارون په نومونو وسله وال کسان وژل شوي خو خبرپاڼې نه دي ویلي چې دوی د کومې ډلې وسله وال و.
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هم وړمه شپه د ائتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي وو.