د لوګر ولایت چارواکي وايي چې په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې دولس وسله وال وژل شوي دي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې دوه ورځنیو عملیاتو په اړه چې پرون پای ته ورسېدل نور جزئیات څرګند کړل:
"د خنجر شپږ عملیات چې ۴۸ ساعته په برکي برک ولسوالۍ کې روان وو، پای ته ورسېدل، په دې عملیاتو کې دولس وسله وال مخالفین وژل شوي، درې ژوندي نیول شوي او د دوی ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او وسایط د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي."
ښاغلی صالح زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د سباوون په نوم د وسله والو مخالفینو قوماندان چې د میدان وردګو اوسېدونکی دی او په لوګر کې د کرومایتو د کانونو له لېږدوونکو لاریو څخه به یې د ګمرک په نوم پیسې اخیستې هم نیول شوی.