د اسرائیلي سرتېرو په ډزو کې ۳۱فلسطینیان ټپيان شوي

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې پرېکړې په وړاندې چې وايي بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پیژني اعتراضونه په زیاتېدو دي او د راپورونو له مخې د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې چې د حماس ډلې تر ولکې لاندې ده لږترلږه یودیرش کسان پرون د اسرائیلي پوځیانو په ډزو او ربړي ګولیو ټپیان شول.

روغتیايي چارواکي وايي، د یوه ټپي حالت نازک دی.

د راپورونو له مخې ځینو اعتراض کوونکو اسرائیلي سرتېري په ډبرو ویشتل او مرګ پر امریکا شعارونه یې ورکول.

د اسرائیلو پوځ وايي، د غزې په تړانګه کې د تروریستانو دوه ځالې د ټانک او الوتکې په وسیله هغه مهال په نښه شوې چې پر اسرائیلو توغندي وویشتل شول.

د اسرائیلو پوځ وايي، یو توغندی د اسرائیلو په جنوب کې راپرېوت او بل یو هدف ته ونه رسېد.

د دې برید مسؤلیت د غزې په تړانګه کې یوې فعالې ډلې منلې.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې فلسطیني ډلو نن په لوېدیځه غاړه کې د غوسې د څرګندولو ورځ اعلان کړې او ځکه په دې سیمه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي.

د ټرمپ له دې اعلان څخه وروسته په پاکستان، اردن، تونس او د نړۍ په نورو برخو کې هم اعتراضونه وشول.

بیت المقدس ته د اسرائیل د پلازمېنې د حثیثت ورکول په منځني ختیځ کې د امریکا د اوږدو کلونو په دریځ کې بدلون راوست.