د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو په نتیجه کې پنځه تنه داعش وسلهوال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره ورځ د درزاب ولسوالۍ په علقاني کلي کې شوي دي.
ښاغلی غفوري وایي، په وژل شویو کې دوه ازبک وګړي هم شامل دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.
د جوزجان چارواکي د دغه ولایت په درزاب او قوشتپې ولسوالیو کې د داعش له فعالیتونو اندېښمن دي، خو وایي راتلونکې میاشت به ښایي د دغې ډلې په وړاندې پراخ عملیات پیل شي.