د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یونان ته خپل تاریخي سفر پیلوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن یونان ته خپل تاریخي سفر پیلوي.

دا په ۶۵ کلونو کې لومړی ځل دی چې د ترکیې ولسمشر یونان ته ځي.

دغه سفر داسې مهال کېږي چې د ناټو د دغو دوو متحدینو ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښمنې دي.

د ولسمشر اردوغان تر سفر دمخه د یونان د حکومت ویاند ویلي و چې دغه سفر استثنایي اهمیت لري او زیاته کړې یې ده چې اتن تمه لري همداسې فوق‌العاده رغوونکي بحثونه وشي.

په عین حال کې په انقره کې د رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم کلین خبریالانو ته ویلي چې ترکیه هیله لري په دې سفر سره د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي.

هغه ویلي دواړه هېوادونه د کډوالو په برخه کې د ستونزو د هواري په اړه ډېر مسؤلیتونه زغملي دي.

ویل کېږي د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو مشران پر سیمه‌ییزو اړیکو، انرژۍ، سوداګریزو معاملاتو، له اروپایي ټولنې سره د انقرې یوځای کېدل او په اژه رود کې د ځینو برخو د ملکیت ادعا پر سر د دوی پر اوږد مهاله شخړو بحث وشي.