د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې غواړي په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې د یوې بلې دورې لپاره بیا سیالۍ ته ودرېږي.
پوتین دا خبره د چهارشنبې په ورځ په نیژني نووګورود ښار کې د ماشین جوړونې په یوه کارخانه کې د خبرو پر مهال وکړه.
ښاغلي پوتین وویل:
"زه به د روسیې د ولسمشرۍ پُست ته خپله نوماندي وړاندې کړم."
د پوتین محبوبیت، پر واک کنټرول او د کلونو په اوږدو کې د سیاسي مخالفینو ځپل او یوې لوري ته کول ښیي چې احتمالاً پوتین د ۲۰۱۸ کال انتخابات په اسانۍ سره وګټي.
که داسې وشي، نو نوموړی به د درېیمې لسیزې لپاره د روسیې واکمن وي.
دا به د روسیې د ولسمشر په توګه د پوتین څلورمه او وروستۍ دوره وي چې تر ۲۰۲۴ کاله به دوام کوي، ځکه تر هغه وروسته د دغه هېواد اساسي قانون د واکمنۍ د غځولو اجازه نهورکوي.