د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، له امریکا متحده ایالاتو او ناټو تمه لري چې یوازې د افغانستان په یوه ولایت کې نه، بلکې په ټول هېواد کې د نشهيي موادو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا تېره ورځ خبریالانو ته ویلي:
"موږ د نشهیي موادو پر وړاندې د لا پراخو او فعالو هلو ځلو په تمه یو."
د زاخارووا په خبره دغه مبارزه باید یوازې په یوه ولایت کې نه، بلکې د افغانستان په ټولو اغېزمنو سیمو کې وشي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د نشهیي موادو پر وړاندې د مبارزې خبره کړې ده.
جنرال جان نېکلسن دغهراز ویلي چې په هلمند ولایت کې د مخدره موادو د تولید پر کارخانو د هوایي بریدونو په نتیجه کې طالبانو ته شااوخوا ۵۰ میلیونه ډالره مالي زیان رسېدلی دی.
د هلمند والي حیاتالله حیات له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دغو بریدونو له دوو اوونیو راپهدې خوا ښه نتیجه لرلې ده.