د افغانستان ولسمشر د بخارا ښار په دولتي پوهنتون کې د وینا پر مهال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ همکاري د یوه نوي پړاو پیل وباله.
د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړي کېدو لپاره هر اړخیز ګامونه اخیستل شوي دي.
ازبک چارواکو په همدې ترڅ کې افغان ولسمشر اشرف غني ته د دوکتورا افتخاري سند ورکړ.
ولسمشر تېر ماښام د ازبکستان له دوه ورځني سفره بېرته کابل ته ورسېد.